امریکا لوی درستیز : د افغانستان جګړه لکه څرنګه چې مونږ غوښتل په هغه ډول پایته ونه رسیده

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز مارک میلي‌ وویل چې د افغانستان جګړه لکه څرنګه چې مونږ غوښتل په هغه ډول پایته ونه رسیده.

1713305
امریکا لوی درستیز : د افغانستان جګړه لکه څرنګه چې مونږ غوښتل په هغه ډول پایته ونه رسیده

د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو مجلس د افغانستان نه د امریکا د وتو پر مهال د رامنځته شوو ګډوډیو او ستونزو په اړه څیړنې کوي.

پدې چوکاټ کې د امریکا د مشرانو مجلس د دفاع وزیر، لوی درستیز او د مرکزي‌ قوتونو قومندان د سپیناوي‌ په خاطر غوښتي وو.

د امریکا لوی درستیز د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د افغانستان نه د تخلیې په اړه په سپیناوي‌ کې وویل چې په افغانستان کې جګړه زمونږ د خوښې په څیر پایته ونه رسیده.

هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې شل کلنه جګړې وبایلله . یوه خبره چې زمونږ د ټولو لپاره غوڅه ده هغه داده چې د افغانستان جګړه زمونږ د خوښې په څیر پایته ونه رسیده. د کابل اداره طالبانو په لاس کې ونیوله.

هغه وویل چې په افغانستان کې د وروستیو شلو ورځو خطاګانې حتا د تیرو شلو میاشتو نه بلکې د ډیرو پخوا نه د ترسره شوو خطاګانو نتیجه وه.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان باندې د امریکا د پوځي‌ مداخلې نه موخه د القاعدې ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار او امریکا د هغوې د شر نه ژغورل وو چې البته پدې برخه کې خپلو موخو ته ورسیدو خو لکه  څرنګه چې مونږ غوښتل جګړې په هغه ډول پایته ونه رسیده.

ددې مسئلې نه باید درس واخیستل شي. په ۲۰۰۳ کال کې په عراق د پوځي‌ عملیاتو پر مهال د افغانستان نه عسکر هغه هیواد ته لیږل یوه خطا وه چې پایلې يي نن ورځ ښکاره شوې.

د ویلو ده چې د امریکا د مرکزي قوتونو قومندان جنرال مک کنزي‌ د سنا مجلس ته ویلي‌ وو چې ولسمشر جو بایدن ته يي په افغانستان کې د ۲۵۰۰ تنو سرتیرو د پاتې کولو وړاندیز کړی وو خو دا وړاندیز ونه منل شو.

د سپنې ماڼۍ ویاندې بیا د امریکايي جنرال ددې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې ولسمشر بایدن د افغانستان نه ځواکونو ویستو پریکړه د امنیتي‌ سلاکارانو سره په سلا مشوره کې کړې ده .



اړوند خبرونه