د امریکا متحده ایالتونو په پوځ کې د ځان وژنو کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده .
د امریکا په پوځ کې د ځان وژنو کچه په تیرو ۵ کلونو کې ۴۱ عشاریه ۴ سلنه لوړه شوې
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون لخوا په پوځ کې د ځان وژنو په اړه د خپور شوي کلني راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې ۵۸۰ تنو پوځیانو ځان وژنه کړې ده . په راپور کې راغلي دي چې په پوځ کې په تیرو ۵ کلونو کې د ځان وژنه کچه ۴۱ عشاریه ۴ سلنه لوړه شوې ده.
په راپور کې راغلي دي چې د امریکا په پوځ کې په ۲۰۲۰ کال کې د یو کال مخکې په پرتله د برحاله پوځیانو د ځان وژنې کچه ۹ عشاریه یو سلنه او د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه بیا ۱۵ عشاریه ۳ سلنه لوړه شوې ده .
په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د احتیاطي ځواکونو په منځ کې بیا د ځان وژنې کچه ۱۹ عشاریه ۲ سلنه ښودل شوې ده . همداشان د ملي محافظ ګارد ځواکونو په منځ کې د ځان وژنې کچه ۳۱ عشاریه ۷ سلنه لوړه شوې ده .
په راپور کې ویل شوي دي چې تیر کال د امریکا د پوځ برحاله، احتیاطي او ملي محافظ ګارد ځواکونو نه ۵۸۰ تنو پوځیانو ځان وژنه کړې ده .
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین د پوځیانو د ځان وژنې په اړه ویلي دي چې نشر شوي ارقام د اندیښنې وړ دي. د پوځیانو او د هغوې د کورنیو په منځ کې ځان وژنو کچه ډیره زیاته لوړه ده او د اندیښنې وړ ده .
د امریکا متحده ایالتونو د پوځ مشرانو تیره ورځ په پوځ کې د ځان وژنې د پوځ لپاره ستره ننګونه وبلله او وویل چې په خواشینۍ سره چې د تیرو ۵ کلونو راهیسې دا ارقام مخ په لوړیدو دي.
د بله پلوه د امریکا د پوځ ویاند ویلي دي چې ددوې لپاره دا ګرانه ده چې پدې وروستیو کلونو کې په پوځ کې د ځان وژنو د کچې د لوړیدو په اړه وضاحت ورکړي.
هغه ویلي دي چې په پوځ کې ځان وژنې د خواشینۍ وړ مسئله ده خو ډیری وختونه دا مشکله ده چې مونږ ددې علتونه معلوم کړو. په انفرادي شکل د یو چا د ځان وژنې د علت معلوم خو لا پریږده چې په اداري شکل يي علت معلومول هم ګرانه ده.