په کابل کې د امریکا سفارت یوه میاشت مخکې د کابل د سقوط په اړه بهرنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی وو
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه یوه میاشت مخکې د کابل د سقوط په اړه بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته خبرداری وکړی وو.
د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت یو تن چارواکي له قوله لیکلي دي، په افغانستان کې د امریکا د سفارت ډیپلوماټانو د یو ډیر محرم کانال له لارې د بهرنیو چارو وزارت ته د طالبانو د چتګ پرمختګ او کابل د احتمالي سقوط په اړه بهرنیو چارو وزیر ته یاداشت لیږلی وو. همداشان پدې یاداشت کې د افغانستان په اړه د امریکا د حکومت په پریکړو نیوکه شوې وه او د افغانستان نه د امریکايي وګړو ، سفارت پرسونل او د امریکا د افغان همکارانو د هر څه ژر تخلیې غوښتنه شوې وه. پدې یاداشت کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه او مقامت نه کول او ماتې نه هم یادونه شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت نه د تخلیې د چارو د ګړندي کولو غوښتنه شوې وه.
همداشان پدې یاداشت کې چې د جولای په ۱۳ مه نيټه استول شوی وو د طالبانو پر وړاندې د لا تندې ژبې نه د کار اخیستو غوښتنه شوې وه.
د بله پلوه د امریکا رسنیو ویلي دي چې دا یاداشت په اصل کې د طالبانو په مقابل کې د افغان ځواکونو په ضعیفوالي امریکا په ډیره ښه توګه د پوهیدو ښکاره بیلګه ده.