په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د ۱۱۴۸ تنو ماشومانو مړي‌ موندل شوي

په کاناډا کې په زرګونو تنو د کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د ماشومانو د ډله ایز قبرونو د موندل کیدو په غبرګون کې لاریون وکړ

1668618
په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا اړوند په ښوونځیو کې د ۱۱۴۸ تنو ماشومانو مړي‌ موندل شوي

په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا په درې جلا جلا ښوونځیو اړوند سیمو کې د ۱۱۴۸ ماشومانو د مړو موندل کیدو نه وروسته داځل په یو ښوونځي کې د بعضو ماشومانو د جسدونو د سوځول کیدو ادعاء شوې ده .

د کاناډا د برانتفورډ د سیمې‌ د ځايي او اصلي‌ اوسیدونکو مرستندویه مرکز  په ښوونځیو کې د موندل شوو ماشومانو د ډله ایز قبرونو ته د درناوۍ مراسم  پر ځای کړل.

نوموړي‌ مرکز ویلي‌ دي چې پدې اړه يی یو لاریون هم جوړ کړی دی.

پدې مرکز کې راټولو شوو په زرګونو تنو کاناډايي‌ وګړو د مرکز نه د یو ښوونځي‌ چې د ماشومانو ډله ایز قبرونه پکې موندل شوی وو لاریون وکړ.

پدې لاریون کې د ګډون کوونکو نه یو تن دوګ اینهوګ ویلي دي‌ چې پلار يي هم پدې هم  ښوونځي‌ کې پاتې شوی دی.

هغه وویل چې پلار يي ویلي‌ دي‌ چې پدې ښوونځي‌ کې د ماشومانو مړي‌ سوځول شوي‌ دي. پدې ښوونځي‌ کې پاتې شوو زده کوونکو دا خبره په خپلو سترګو لیدلې ده .

ددې ښوونځیو په ځینو کې حتا د مړو د لمنځه وړو په خاطر ځانګړو ماشین آلاتو شتون درلود. د ماشومانو د مړو پاتې شوني‌ هم ندي‌ پاتې او ټول يي له منځه وړي‌ دي.

لاریون کوونکو په نورو ښوونځیو کې هم د ډله ایز قبرونو په اړه د څیړونو غوښتنه وکړه. .

د بله پلوه د برانتفورد د سیمې د اسلامي‌ مرکز لخوا  د هوا د تودوخي‌ له امله پر لاریون کوونکو یخې اوبه وویشل شوې.



اړوند خبرونه