په امریکا متحده ایالتونو کې یو تن الوتکه د خپل کور سره وجنګوله .
هم يي ځان وژنه وکړه او هم يي خپله شتمني له منځه یوړه
1031769
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د امریکا د یوتا په ایالت کې یو تن پیلوټ الوتکه د خپل کور سره د جنګولود سره ځانوژنه وکړه.
د یوتا د ایالت اوسیدونکی ۴۲ کلن دوین یود د نوموړې پيښې نه یوه ورځ مخکې د کورنۍ شخړې له امله د پولیسو لخوا نیول شوی وو چې د خوشې کیدو نه يي سمدلاسه وروسته د الوتکې سره ځانوژنه وکړه.
د یوتا د ایالت د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې دوین یود د خوشې کیدو نه وروسته د سپنش فورک د هوايی ډګر نه د الوتنې نه وروسته الوتکه د خپل کور سره وجنګوله. هغه ویلي دي چې د پيښې پر مهال دوه تنه نور هم په کور کې وو خو هغوې ته زیان ندی اوښتی.
عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پيښې نه وروسته په کور کې ډیره زوروره اورلګیدنه رامنځته شوه چې له امله يي کور له اوسیدو وتلی دی.