افغانستان او سوریه په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بدترین هیوادونه دي. څیړنه
افغانستان او سوریه د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بدترین او آیسلنډ او ناروې بیا تر ټولو د ښو هیوادونو په توګه ټاکل شوي دي.
افغانستان او سوریه د ښځو لپاره د ژوند د اسانتیاوو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو بدترین او آیسلنډ او ناروې بیا تر ټولو د ښو هیوادونو په توګه ټاکل شوي دي.
د ناروې د سولې د تحقیقاتو او امریکا متحده ایالتونو د ښځو د سولې او امنیت د جورج ټاون انیستیتیوتونو په ترسره کړې څیړنه کې په نړۍ کې د ښځو لپاره د ژوند د ارامۍ او اسانتیاوو په برخه کې تر ټولو د ښو او خرابو هیوادونو یو لست جوړ کړی دی.
همداشان یادو شوو انیستیتیوتونو ویلي دي چې ښځې په هیوادونو کې د سولې او امنیت لپاره کلیدي رول لري.
یادو شوو انیستیتیوتونو د ښځو لپاره د ښه ژوند او ښو اسانتیاوو په خاطر د نړۍ ۱۵۳ هیوادونه د یو بل سره مقایسه کړي دي . پدې څیړنه کې د ښځو زده کړه، کار، تبعیض، حقوق، کورنی امنیت، ټولنیز چلند او قوانین مقایسه شوي دي.
امریکا متحده ایالتونه د ښځو او نارینو لپاره د مساوي تنخوا د ورکولو په برخه کې د قانون د نه لرولو او ښځو ته د ولادت په مهال د رخصتۍ د نه درلودو له امله پدې لست کې په ۲۲ کتار کې ځای نیولی دی.
همداشان په لست کې ایران د ټولو محدودیتونو او بندیزونو سره سره د ښځو لپاره د ښه خدماتو، زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو او زیات شمیر نورو برخو کې د سیمې او نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه په ښه وضعیت کې قرار لري.
همداشان پدې لست کې افغانستان او سوریه په نړۍ کې د ښځو لپاره په هر برخه کې تر ټولو د بدترین هیوادونو په توګه ټاکل شوي دي.
ناروې او آیسلنډ بیا د ښځو لپاره په هره برخه کې په نړۍ کې تر ټولو د ښو هیوادونو په توګه په لومړني کتار کې ځای نیولی دی.