د ناروې د کډوالو د چارو وزیرې د هیوادوالو نه د مرستې غوښتنه وکړه
ناروې د کډوالو د چارو وزیره : هغه څوک چې رخصتي په نورو او یا خپلو هیوادونو کې تیروي هغوې واقعي کډوال ندي
د ناروې د کډوالو د چارو وزیرې د هیوادوالو نه د هغه کډوالو د تثبیتولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه چې د رخصتۍ په خاطر نورو هیوادونو او یا خپلو پلرونیو هیوادونو ته ځي.
د ناروې د کډوالو د چارو وزیرې د یو تلویزیوني کانال سره په مرکه کې وویل « د ټوټاکنو د کمپاین پر مهال یو زیات شمیر هیوادوالو ګاونډي کډوال يي نورو هیوادونو او یا خپلو هیوادونو ته رخصتۍ تیرولو په خاطر د تلو له امله شکایت کړی دی.
هغه وویل هغه څوک چې په خپلو هیوادونو کې د جګړې او ظلمونو له امله راتښتي او ناروې ته پناه راوړي څه ډول کیدای شي چې د رخصتۍ تیرولو په خاطر نورو او یا خپو هیوادونو ته سفر وکړي.
ددوې دا ډول چلند یو زیات شمیر خلک ناراحته کړي دي. دا د ټولو سره دا پوښتنه پیدا کوي چې ایا دا خلک په واقعیت سره د کډوالۍ مستحق دي؟ دا ډول چلند په اصل کې هغه کسانو پر حق کي چې په واقعي ډول د کدوالۍ مستحق دي ظلم دی. دا د نورو انسانانو پر حقونو تیری دی.
د ناروې د کډوالو چارو وزیرې د هیوادوالو نه غوښتنه وکړه چې د داسو کسانو د تثبیت په برخه کې ورسره مرسته وکړي . سمدلاسه دې د کډوالو د چارو ریاست ته خبر ورکړي.
د بله پلوه د ناروې لومړي وزیر هم د کډوالو د چارو د وزیرې د څرګندونو ملاتړ وکړ او په هیوادوالو يي غږ وکړ « ستاسې لخوا دولت ته خبر ورکول داسې معنا لري لکه چې په قاچاقي ډول د کبانو د ښکار مخه ونیسۍ. »