د ناروې په لویدیځ کې چورلکې سقوط وکړ

د ناروې  په لویديځ کې  د بیرګن په ښار کې  یوه چورلکه چې  ۱۴ تنه پکې سپاره ول  سمندر ته  غورځیدلې ده.

480998
د ناروې په لویدیځ کې چورلکې سقوط وکړ

چورلکه په سیمه کې  د نفتو د یو شرکت اړوند وه.

د ناروې د بیرګن د ښار د پولیسو ویاند  ویلي دي چې  د پیښې په ځای کې  د چورلکې د سپرلۍ  کومه نښه او نښانه  نده  موندل شوې ده .

عیني شاهدانو ویلي دي چې  د یوې چاودنې د غږ د اوریدونکو نه وروسته د چورلکې ټوټې او پارچې ولیدې چې  سمندر ته وغورځیدې. په سیمه کې د پلټنې چارې پیل شوي دي.

یو زیات شمیر د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي او د چورلکې د سپرلۍ  په لټه کې دي.

د چورلکې د سپرلۍ  د مرګ یا ژوندي پاتې کیدو په اړه  معلومات په لاس کې نشته.


پيوندونه: #ناروې , #بیرګن , #چورلکه

اړوند خبرونه