حماس د ګڼشمیر اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړی دی

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو  اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې په نښتو کښې ګڼ شمیر اسرائیلي پوځیان وژلي او ګنشمیر پوځي ګاډي یې ویجاړ کړي دي.

2141574
حماس د ګڼشمیر اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړی دی

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو  اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې یې په نښتو کښې ګڼ شمیر اسرائیلي پوځیان وژلي او ګنشمیر پوځي ګاډي یې ویجاړ کړي دي.

د القسام لوا د ټیلیګرام په اکاونټ کې په خپور شوی بیان کې ویل شوی چې د غزې تړانګې په شمال کې د سیبالیا د کډوالو په کمپ کې د اسلامی جهاد د پوځی څانګې قدس سیریاس  د مجاهدینو سره په ګډون  د اسرائیلو پوځ  پر خلاف بریدونه ترسره کړی دی.

د ویلو ده چې د فلسطین د مقاومت جنګیالیو د کبلیا په کمپ کې د شهید عماد اکل جومات شاته د اسرائيلي سرتیرو سره نښته وکړه چې په ترڅ کې يي اسرائیلي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي چې د الباني په کوڅه کې په نښتو کې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او د الاکریم په کوڅه کې د اسرائیلي پوځ اړوند "مرکاوا" ډوله ټانک له منځه وړ شوی دی.

د قسام د لوا له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي چې د صهیونیسټي پوځیانو دوه ټانکونه د سیبالیا کمپ په ختیځ کې په نښه شوي او د کمپ په شمال کې د اسرائیلي پوځ یونټونه د «یاسین-۱۰۵» راکټونو په وسیله په نښه شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د غزې ښار په جنوب کې د تل الحیوا ولسوالۍ په جنوب کې د نیتزاریم په دهلیز کې یو اسرائیلي عسکر د سنایپر په وسیله په نښه شوی او د اسرائیلو په جنوب کې د سدروت په ښارګوټي هم راکټي بریدونه شوي دي.

د ویلو ده چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار کې د رفح په سرحدی دروازه کښې د اسرائیلو پوځیانو باندې د هاوان برید شوی دی. د رفح په ختیځ کې په  اسرائیلي پوځیانو او ګاډو برید شوی دی.

اسرائيلي پوځ د مې په شپږمه نیټه په خپله اعلاميه کې د رفح په ختيځ کې د ځينو سیمو نه د فلسطیني کډوالو  د ويستلو غوښتنه کړې وه.  وروسته اسرائیلو پوځ په سیمه بریدونه پیل کړل او د مصر سره د رفح سرحدي دروازه ونیوله.

د اسراييلي پوځ لخوا نيول شوې سيمه کې د مصر پر پوله د رفح پوله هم شامله ده، چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو اصلي لاره ده او د غزې په تړانګه کې د فلسطينيانو لخوا بهر ته د تګ لپاره يوازينۍ پوله ده.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۵ زره ۱۰۳ ماشومانو او ۹ زره ۸۴۹ ښځو په ګډون ۳۵ زره ۴۵۶ فلسطینیان وژل شوي او ۷۹ زره ۴۷۶ کسان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو خځلو لاندې زرګونه مړي پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې.



اړوند خبرونه