په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.
2139162
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.
دعراق د دفاع وزارت له خوا په خپور شوي بيان کې ويل شوي دي چې د صلاح الدين په ښار کې د پوځيانو په يوه قرارګاه يو تروريستي بريد شوی دی .
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بريد په پايله کې یو تن ډګروال او ګڼو نورو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د اوښتي زيان په اړه يې کره شمیره نه ده څرګنده کړې.
امنیتي سرچینو له یوه ځایي ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یو ډګروال په ګډون ۵ سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.