د حماس او اسرائیلو ترمنځه د بندیانو د تبادلې او اوربند د تړون سره اسرائیلو مخالفت وکړ
حماس له اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې په تړون کې د ۱۲ اوونیو اوربند غوښتونکی و، خو د تل ابیب ادارې له دې کار سره مخالفت وکړ.
حماس له اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې په تړون کې د ۱۲ اوونیو اوربند غوښتونکی و، خو د تل ابیب ادارې له دې کار سره مخالفت وکړ.
امریکايي چارواکو CNN ته د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غیر مستقیم بندیانو د تبادلې په اړه ارزونه وکړه.
ویل شوي چې د خبرو اترو پر وړاندې مهم خنډ د لنډمهاله اوربند موده وه.
د يادونې وړ ده چې حماس د ۱۲ اوونيو اوربند غوښتنه کړې وه، خو اسرائيلو دا ونه منله او ادعا يې وکړه چې دا به پر غزې د بريدونو له "دايمي بندېدو سره" توپير ونلري.
ویل شوي چې د تل ابیب اداره په دې باور ده چې د څو میاشتو لپاره اوربند به د اسرائیلو پوځ ته ستونزمن کړي چې پر غزې بریدونه بیا پیل کړي.
ویل شوي، چې اسرائیلي لوري په تیرو خبرو اترو کې د ۶ اونیو لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی و.
د نوي اوربند او د دوه اړخیزو بندیانو د تبادلې د موافقتنامې خبرې اترې چې د مصر او قطر په منځګړیتوب چمتو شوي، د می په 8-9 د مصر په پلازمینه قاهره کې ترسره شوې.