اسرائیل : په رفح به بریدونه دوام وکړي
د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت ویلي دي چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار به چې نږدې یو نیم میلیون تنو بې ځایه شوو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې، بریدونو ته دوام ورکړي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت ویلي دي چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار به چې نږدې یو نیم میلیون تنو بې ځایه شوو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې، بریدونو ته دوام ورکړي.
د اسرائیلو د دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، یوف ګالانټ په رفح ښار د بمباریو نه د ملاتړ په موخه د غزې په پوله کې د ځای په ځای شوو توپچي ځواکونو نه لیدنه وکړه.
ګالانټ دلته پوځیانو ته په خطاب کې وویل چې تیره ورځ یې اسرئیلي پوځ ته امر کړی و چې رفح ښار ته ننوځي.
ګالانت يادونه وکړه چې هغه د رفح سرحدي دروازې د نيولو امر هم ورکړ او ويې ويل: دا عمليات به تر هغه دوام وکړي چې حماس په رفح ښار او ټوله غزه کې په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او يا هم د حماس لخوا يرغمل نيول شوو د ازادولو پورې به دوام وکړي.
یوف ګالانټ ادعا وکړه چې دوی د اسرائیلي بندیانو د خلاصون لپاره "امتیازاتو ورکولو ته چمتو دي" که چیرې د بندیانو تبادله ترسره نشي پر غزې به د عملیاتو او بریدونو ساحه لا پسې پراخه شي.
د ویلو ده چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه قطر او مصر ته په غزه کې د اوربند د موافقې د منلو په اړه خبر ورکړ.
د حماس لخوا د اوربند د موافقې د منلو سره سره د اسرائيلو جنګي کابينې په رفح د بريدونو د دوام پرېکړه وکړه.