اسرائیلو پوځ د غزې په رفح ښار مځکني عملیات پیل کړل

اسرائيل پوځ د غزې په رفح سيمه کې ځمکني عمليات پيل کړي او په لومړيو بريدونو کې لږ تر لږه شل تنو  فلسطينيان ژوند د لاسه ورکړی دی.

2136265
اسرائیلو پوځ د غزې په رفح ښار مځکني عملیات پیل کړل

اسرائيل پوځ د غزې په رفح سيمه کې ځمکني عمليات پيل کړي او په لومړيو بريدونو کې لږ تر لږه شل تنو  فلسطينيان ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي دروازه یې نیولې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د رفح سرحدي دروازه کې د مصر د پولې په  ۳ نیم کیلومترۍ کې موقعیت لري په بشپړ توګه د  کنټرول لاندې راغلې  او  دغه برید کې ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

که څه هم  حماس  تیره شپه  اعلان وکړ چې د قطر او مصر لخوا وړاندې شوی د  "اوربند وړاندیز" يي  تصویب کړ، خو د اسرائیلو د جګړې کابینې  پریکړه یې وکړه چې په رفح باندې بریدونو ته دوام ورکړي چیرې چې د غزې د تړانګې بې ځایه شوو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

اسرائیلي الوتکو او توپچي ځواکونو د شپې پر اوږدو کې  د رفح ښار په ختیځو برخو باندې سختې بمبارۍ وکړې.

له مصر سره د رفح په سرحدي سیمو کې د پوځي موټرو تګ راتګ لیدل شوی دی.

اسرائیلي پوځ نن سهار پر دغه سیمه ځمکني برید وکړ.

د اسرائیل پوځ پرون سهار په خپله اعلاميه کې د رفح په ختيځ کې د ځينو سيمو د خلکو نه هر څه ژر د سیمې نه د وتو او خان یونس کې بشري سیمو ته د تلو غوښتنه وکړه. له دې وروسته ګڼ شمیر فلسطینیانو له رفح ښاره په تیښته پیل وکړ.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۴ زره ۹۴۴ ماشومانو او ۹ زره ۸۴۹ ښځو په ګډون ۳۴ زره ۷۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۸ زره ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې ده.



اړوند خبرونه