اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د المزه هوايي ډګر ته څیرمه په پوځي قرارګاه هوايي برید کړی دی.
د سوریې ادارې ته نږدې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې د اسرائیلو جنګي الوتکو په سیمه ایز وخت شاوخوا د شپې په ۱۰ او ۵۵ دقیقو د المزه هوایی ډګر ته نږدې په نظامي نقطه برید وکړ.
2134885

تر اوسه د اسرائیلو او سوریې ادارې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
اسرائیل په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې وخت نا وخته د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو او د سوریې د پوځ پر مرکزونو بریدونه کوي.