ایران پر اسرائیلو هوايي بریدونه ترسره کړل.
د اسرائیل د پوځ ویاند خبري غونډې ته وویل چې ، د ایران لخوا د لسګونو بې پيلوټه الوتکو سره په اسرائیل برید پيل شوی دی.
ایران پر اسرائیلو هوايي بریدونه ترسره کړل.
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو سره د بریدونو د پيلولو نه خبر ورکړ. د بله پلوه د اسرائیلو د جګړې کابینې غونډه وکړه. سپینې ماڼۍ بیا د اسرائیلو نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د اسرائیل د پوځ ویاند خبري غونډې ته وویل چې ، د ایران لخوا د لسګونو بې پيلوټه الوتکو سره په اسرائیل برید پيل شوی دی.
ویاند وویل چې د اسرائیل هوايي او سمندري ځواکونو د ایران لخوا راتوغول شوو بې پیلوټه الوتکو چې اسرائیل ته به يي رارسیدل ساعتونه وخت ونیسي د تعقیب لاندې نیولي دي. همداشان ددې بریدونو له امله کیدای شي چې په ټول اسرائیل کې د جي پي اس سیستم خراب شي او فعالیت پریږدي.
ویاند وویل چې په اسرائیل کې به د خطر زنګونه هله وغږول شي چې ایراني بې پيلوټه الوتکې خپلو هدفونو ته ورسیږي. مونږ به هڅه وکړو چې دا الوتکې خپلو هدفونو ته د رسیدو نه مخکې له منځه یوړل شي.
د ویلو ده چې د اسرائیلو دولتي تلویزیون د پوځ د ویاند د څرګندونو نه مخکې د ایران لخوا پر اسرائیل د لسګونو بې پيلوټه الوتکو سره د برید کولو نه خبر ورکړ.
اسرائیلي مقاماتو ویلي دي چې دا بریدونه په پوځي هدفونو ترسره شوي دي.