په ختیځ بیت المقدس کې په یوې کنیسه د برید په نتیجه کې ۹ تنو اسرائیلي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړ

د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې  په یوې کنیسې د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1939083

د اسرائیلو تر اشغال لاندې په ختیځ بیت المقدس کې تیره ورځ  یو تن ۱۳ کلن فلسطیني‌ وګړي‌ په یوې کنیسې په مخکې پر خلکو برید وکړ چې په نتیجه کې ۹ تنه ووژل شول.

برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د ویلو ده چې پدې برید کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید د یو تن ۱۳ کلن فلسطیني‌ لخوا شوی دی او د برید په اړه څیړنې دوام لري.

د بله پلوه د تورکیې د ملي شورا رئیس په کنیسه دا برید غندلی دی.

د تورکیې د ملي‌ شورا رئیس ویلي‌ دي‌ چې په معبدونو او پر عبادت کوونکو هر ډول برید په کلکه توګه غندو.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پر معبدونو او عبادت کوونکو بریدونه د منلو وړ ندي. هغه ددې برید قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا ډول بریدونه چې ملکي‌ وګړو ته پکې ځاني‌ تلفات رامنځته کیږي‌ د سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخوي.

اړوند خبرونه