ترکیې د توکیو ۲۰۲۰ په اولمپیاتو کې د سرو زرو دویم مډال ترلاسه کړ

داځل ملي‌ ښځینه سوک وهونکې بوسه ناز سورمن ایلي  د خپلې چینايي رقیبې په ماتولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

1687086
ترکیې د توکیو ۲۰۲۰ په اولمپیاتو کې د سرو زرو دویم مډال ترلاسه کړ

ترکیې د توکیو ۲۰۲۰ په اولمپیاتو کې یو بل د سروزرو مډال هم ترلاسه کړ.

داځل ملي‌ ښځینه سوک وهونکې بوسه ناز سورمن ایلي  د خپلې چینايي رقیبې په ماتولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

د توکیو ۲۰۲۰ په اولمپیاتو کې په  ۶۹ کیلو وزن کې د ترکیې ښځینه سوک وهونکې بوسه ناز سورمن ایلي  په کواټر فاینل په سیالۍ کې خپلې اوکراینۍ رقیبې ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

همداشان په نیمه پایلوبه کې د هندوستان د هیواد د استازې سره سیالي‌ وکړه چې د هغې ته يي ۵ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او پایلوبې ته يي لار پیدا کړه.

هغه په پایلوبه کې د چین د هیواد استازې هونګ ګو سره سیالي‌‌ وکړه  او هغې ته يي هم ماتې ورکړه.

د ویلو ده چې بوسه ناز سورمن ایلي‌ ترکیې ته دویم د سروزور مډال ترلاسه کړ.

د توکیو په اولمپیاتو کې ترکیې لومړنی د سروزرو مډال د غشي ویشتنې په برخه کې ترلاسه کړی وو.



اړوند خبرونه