د ترکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې د جرمني په مقابل کې ستر بری ترلاسه کړ
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ کال د توکیو د اولمپیاتو په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي الف لوبډلې د ۲۰۲۰ کال د توکیو د اولمپیاتو په سیالیو کې د ګډون موخه په اروپا کې د جوړو شوو غوراوي سیالیو په پایلوبه کې جرمني ملي لوبډلې ته ۳ د صفر په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره په اولمپیاتو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د غوراوي پایلوبې سیالۍ چې د هالنډ هیواد د اپیل دورن په ښار کې جوړه شوې وه د ترکیې ملي لوبډلې لومړی سیټ ۲۵ د ۱۷ په مقابل کې وګټلو. دویم سیټ يي بیا د ۲۵ د ۱۹ په مقابل کې د ګټولو سره لوبه دوه صفر کړه.
دریم سیټ يي بیا ۲۵ د ۲۲ په مقابل کې د ګټولو سره لوبه درې د صفر په مقابل کې وګتله او په اولمپیاتو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې د مبارکۍ د پیغام په خپرولو سره د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته ددې بري له امله مبارکي وویله.
همداشان د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ هم د ټویټر پاڼې له لارې ملي لوبډلې ته مبارکي وویله.
هغه په خپور کړي پیغام کې داسې ویلي دي. ” د ترکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې ته ددې ستر بري له امله چې زمونږ هیواد ته يي یو ستر افتخار په برخه کړ د زړه له کومې مبارکي وایم.“
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.