د ترکیې ملي پهلوان د څلورم ځل لپاره نړۍواله قهرماني وګټله

د ترکیې  ملي  پهوان  رضا قایاالپ د غیږنیونې په نړۍوالو  اتلولیو کې د څلورم ځل لپاره  نړۍواله اتلولي وګټله.

1271909
د ترکیې ملي پهلوان د څلورم ځل لپاره نړۍواله قهرماني  وګټله

 

رضا قایا الپ  په قزاقستان کې جوړه شوې  د غیږنیونې  د نړۍوالو اتلولۍ  په سیالیو کې  په ۱۳۰ کیلو وزن کې  د څلورم  ځل لپاره نړۍواله اتلولي  ترلاسه کړه.

د نوموړي هیواد هیواد ته د راستنیدو پر  مهال  د انقرې د ایسن بوغه  په هوايي دګر کې  ډیر تود هر کلی وشو. د رضا قایا الپ  مور او پلار هم د خپل زوی  هر کلي ته  تللي وو.

د هغه مور او پلار  دلته خبریالانو ته وویل چې  په خپل زوی  ډیر زیات افتخار کوي. هغه یواځې  مونږ ته نه بلکې ټول هیواد ته  دا افتخار ورپه برخه کړی  دی.

د ویلو ده چې  رضا قایا الپ  د ترکیې  لومړنی  پهلوان  دی  چې  څلور ځله  سر په سر  نړۍوال قهرماني  ترلاسه کوي.

رضا قایا الپ بیا وویل چې  ددې راتلوونکی  هدف  د نړۍوالو اولمپیاتو  قهرماني  ترلاسه کول دي.



اړوند خبرونه