کریستیانو رونالدو د ۲۰۱۶ کال د غوره فوټبالر په توګه وټاکل شو.
رونالدو د څلورم ځل لپاره د سروزرو توپ جایزه وګټله.
کریستیانو رونالدو د ۲۰۱۶ کال د غوره فوټبالر په توګه وټاکل شو.
رونالدو د څلورم ځل لپاره د سروزرو توپ جایزه وګټله.
د اسپانیا د ریل مادرید د لوبډلې ټکړه لوبغاړي ۳۱ کلن کریستیانو رونالدو چې په ۲۰۰۸ ، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۳ کلونو کې د سروزرو د توپ جایزې ترلاسه کړې وې په ۲۰۱۶ کال کې هم د سروزرو د توپ جایزه ترلاسه کړه.
رونالدو سږکال خپل ستر رقیب میسي نه د سروزرو د توپ جایزه وګټله . د ویلو ده چې د ارجنټاین د بارسلونا د لوبډلې ټکړه لوبغاړي لیون میسي پنځه ځله د سروزرو د توپ جایزه ترلاسه کړې ده .
رونالدو د سروزرو د توپ د جایزې د ترلاسه کولو نه وروسته وویل چې « د دې جایزې د لاسه کولو او د کال د غوره فوټبالر د ټاکل کیدو له امله ډیر خوښ یم. د ریل مادرید او پرتګال په ملي لوبډله کې خپلو ټولو ملګرو نه مننه کوم. »
د یادولو وړ ده چې د سروزرو د توپ په سیالۍ کې لیون میسي دویم او فرانسوي لوبغاړی انتو ګریژمان دریم مقام خپل کړی دی .
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.