د سپورټ په برخه كې د اسلامي هېوادونو همكاري

د اسلامي همكاريو د سازمان د  غړو هېوادونو د سپورټ د چارو وزيرانو د اكتوبر په ۵مه نېټه په استانبول كې غونډه وكړه.

584960
د سپورټ په برخه كې د اسلامي هېوادونو همكاري

 

دا كنفرانس چې د تركيې د ځوانانو او سپورټ د چارو د وزارت په كوربه توب په استانبول كې جوړ شوى وو، د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د سپورټ په ډګر كې په ګډې همكرۍ باندې ټينګار وشو.

د تركيې د ځوانانو او سپورټ د چارو وزير عاكف چغتاى كلېچ د خپلې وينا په ترڅ كې په اسلامي هېوادونو كې د ترهګرۍ له امله د راپېښو شوو ناخوالو نه په يادونې سره وويل چې ځينې داسې كړۍ شته دى چې د اسلام او ترهګرۍ ترمېنځ په مغرضانه توګه خيالي اړيكې ټينګوي. د كلېچ په وينا دا قصدي پروژه حتى په كمپيوټري ګېمونو كې هم تر سترګو كيږي چې موخه يې د اسلامي نړۍ بدنامول دي.

چغتاى كلېچ د اسلامي همكاريو د سازمان پر غړو هېوادونو غږ وكړ چې په نړۍ كې د اسلامافوبيا پر وړاندې ګډه مبارزه وكړي. نوموړي همدا راز وويل چې دا سازمان په نړۍ كې د ۱،۷ ميلياردو مسلمانانو په استازيتوب بايد داسې ځوانان وروزي چې د راتلونكي ستوري وي.

د كنفرانس ګډونوالو د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د سپورټي فعاليتونو د پراختيا او له دې لارې د يووالي د رامنځته كولو پر سر بحث وكړ.

پدې كنفرانس چې د اسلامي هېوادونو ترمېنځ په سپورټي ډګر كې د همكاريو د زياتولو په موخه جوړ شوى وو د افغانستان په استازيتوب د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ريس محمد همايون خيري په مشرۍ يو پلاوي ګډون كړى وو.

خيري د خپلې وينا په ترڅ كې په افغانستان كې د سپورټ په ډګر كې د وروستيو كلونو په اوږدو كې لاسته راوړنو ته اشاره وكړه او همداراز يې د غړو هېوادونو نه پدې برخه كې د همكارۍ هيله څرګنده كړه.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ريس همداراز د كنفرانس ګډونوالو ته هغه پلان هم وړاندې كړ چې له مخې يې په افغانستان كې د سپورټ د بنسټيزو پروژو د عملي كولو او پرمختګ په اړه معلومات شامل ول. خيري همداراز په ۲۰۲۰م كال كې په جاپان كې د المپيك په سياليو كې د ګډون په موخه د افغان لوبغاړو د تياري په موخه هم د يو شمېر ګډونوالو هېوادونو له استازو سره جلا جلا ليدنې وكړې.

پدې كنفرانس كې د اسلامي همكاريو د سازمان د ۵۰ هېوادونو استازو ګډون كړى وو.



اړوند خبرونه