د ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیاتو لوبې د ځانګړو مراسمو سره رسمآ پیل شوې.
د ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیات پيل شول
د ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیاتو لوبې د ځانګړو مراسمو سره رسمآ پیل شوې.
د ریو ۲۰۱۶ کال د اولمپیاتو د سیالیو د پرانیستو مراسم د برازیل د ریو دی ژانیرو د ښار د ماراکانا په لوبغالي کې جوړ شوي وو.
د ریو د المپیاتو د پرانیستو په مراسمو کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا، د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رانزي، د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر، د ارجنټاین ولسمشر ماوریسیو ماکري، د سویس د کنفدراسیون ریس جوهن شنایدر امان او د ترکیې د ځوانانو او سپورت وزیر په ګډون د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو جګپوړو چارواکیو او استازو ګډون کړی وو.
مراسم د برازیل د ملي سرود په غږولو سره پیل شول. د ملي سرود پر مهال د برازیل بیرغ اوچت کړې شو.
د ریو اولمپیاتو د پرانیستو په مراسمو کې ګډونوالو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه شوې. د ویلو ده چې پدې مراسمو کې چې ۴ ساعته دوام وکړ د برازیل د تاریخ او کولتور سره سم ډول ډول نڅاګانې او نندارې وړاندې شوې.
د نوموړو مراسمو په ترڅ کې په نندارو کې د مدرنۍ نړۍ د شرطونو له امله چاپیریال ته د اوښتو زیانونو ته هم توجه شوې وه. پدې اړه یو لنډ ویدیويي فلم نندارې ته وړانډې شو.
د ویلو ده چې په نوموړو مراسمو کې د نندارو نه وروسته ګډون کوونکو هیوادونو لوبغاړې ډله ډله د صحنې نه تیر شول.
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د ترکیې بیرغ د غیږ نیونې نړۍوال اتل رضا کایا الپ انتقال کړ.
د مراسمو په ترڅ کې د ریو د اولمپیاتو د کمیټې ریس کارلوس نوزمان او د اولمپیاتو د نړۍوالې کمیټې ریس توموس باچ ویناګانې وکړې.
همداشان پدې مراسمو کې د کینیا ملي منډه وهونکې او د نوموړي هیواد د اولمپیاتو د کمیټې ریس کیپچوګي کینو ته د نړۍوالو اولمپیاتو افتخاري جایزه ورکړ شوه.
وروسته د برازیل موقت ولسمشر مایکل تامر د اولمپیاتو د لوبو د پیلیدو اعلان وکړ.
په مراسمو کې د برازیل د موقت ولسمشر د وینا نه وروسته د هوايي فشنګونو ننداره پيل شوه.
وروسته د اولمپیات مشعل ولګول شو او مراسم د هوايي فشنګونو په نندارې ته پایته ورسیدل.
د ویلو ده چې د ریو د اولمپیاتو د پرانیستو مراسم په ټوله نړۍ کې د ۳ میلیاردو تنو لخوا په ژوندۍ بڼه ننداره شول.
د اولمپیاتو د پرانیستو په مراسمو کې څه باندې ۳۵ زرو تنو په نندارو او نڅاګانو کې ګډون کړی وو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.