پرتګال د اروپا د فوټبال اتلولي‌ وګټله

پرتګال د ایرو ۲۰۱۶ کال د اتلولۍ د سیالیو په پایلوبه کې فرانسې ته یو د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره اتلولي‌ وګټله

526716
پرتګال د اروپا د فوټبال اتلولي‌ وګټله

پرتګال  د فوټبال ملي‌ لوبډلې  خیال  په حقیقت  بدل کړ. د پرتګال  ملي‌ لوبډلې  د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د سیالیو په پایلوبه کې  فرانسې  ملي لوبډلې ته په خپل کور کې  یو د صفر پر وړاندې  د ماتې په ورکولو سره  د اروپا د فوټبال اتلولي‌ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې  پرتګال  ملي‌ لوبډلې په ۲۰۰۴ کال کې  په خپل کور کې  د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په پایلوبه کې ماتې خوړلې  وه  چې  دا ځل  فرانسې  په خپل کور کې لوبه بایلوده.

د پرتګال  ملی لوبډلې  د سیالۍ په ۱۰۹مه دقیقه کې  فرانسې ته  د ګول په ورکولو سره  د اروپا  اتلولي‌ خپله کړه. د پرتګال  د ملي‌ لوبډلې  کپټان  کرستینو رونالدو  د سیالۍ  په ۲۵مه دقیقه کې  د اخیستي‌ ضربې  او ټپ  له امله د لوبې نه بهر شو. 

رونالدو پداسې حال کې  د لوبې  نه  بهر شو چې  سترګې  د اوښکو نه ډکې وې. د فرانسې  لوبډله  سره ددې چې  د سیالۍ په اوږدو کې  د پرتګال په لوبډلې  قوي‌ وه  خو  ددې سره سره يي  ګول  ترلاسه نکړ.

 



اړوند خبرونه