ادروغان او ميسي د فوټبال سيالي كوي!

ټاكل شوې ده چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د افريقايي كوچنيانو په ګټه د فوټبال په يوې خيريه سيالۍ كې د ليونل ميسي سره يو ځاى ولوبيږي.

526498
ادروغان او ميسي د فوټبال سيالي كوي!

 

 

ولسمشر اردوغان به په انتاليا كې د د ساموېل اېتو د خيريه ټولنې لپاره چې د افريقايي كوچنيانو د زده كړې لپاره كار كوي د نړۍ د فوټبال د نامتو ستورو سره په ګډه د فوټبال په سيالۍ كې ګډون وكړي.

ساموېل ايتو چې د كامرون د هېواد نامتو فوټبالر دى او اوسمهال د انتاليا سپور په لوبډله كې لوبيږي، په خپل نامه يوه خيريه ټولنه لري چې موخه يې د افريقايي كوچنيانو لپاره د زده كړې د زمينې برابرول دي.

ددې ټولنې د تاسيس د ۱۰مې كليزې په مناسبت د انتاليا د ښاروالۍ لخوا د فوټبال يوه سيالي جوړه شوې ده چې په كې به د نړۍ د نامتو ستورو ترڅنګ ولسمشر اردوغان او د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو هم ګډون وكړي.

د انتاليا ښاروال د خپل رسمي ټويټر حساب له لارې پدې اړه ليكلي دي چې `` د ميسي ترڅنګ به يو بل نړيوال ستورى ولسمشر رجب طيب اردوغان هم په انتاليا كې په دوستانه سيالۍ كې لوبه وكړي.``

دا سيالي به د جولاى د مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.



اړوند خبرونه