د اروپا د ځغاستې په اتلولۍ کې ترکیې ستر بری ترلاسه کړ
ترکیې د اروپا د ځغاستې د اتلولۍ په سیالیو کې ۳ د سروزرو مډالونه ترلاسه کړل
د اروپا د ځغاستي د اتلولۍ په سیالیو کې د ترکیې منډه وهوونکو هر یو یاسماني کوپیلو ایسکوبار او پولات کیمبوی ارکان د سرو زرو مډالونه وګټل.
د ویلو ده چې ایسکوبار په ۴۰۰ متره کې او ارکان په ۱۰ زره متره سیالۍ کې د سروزرو مډالونه خپل کړل.
دا سیالۍ کې چې د هالنډ په پلازمینه امستردام کې جوړه شوې ده د ترکیې ملي منډه وهونکي ایسکوبار ۴۰۰ متره واټن په ۴۸ ثانیو او ۹۸ ثالثو کې پایته ورسو او د سروزرو مډال يي ترلاسه کړ . پدې سیالۍ کې د اسپانیا د هیواد منډه وهوونکي دویم او د سویس د هیواد منډه وهوونکې دریم مقام خپل کړ.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ایسکوبار ته د ټیلې ګراف په کولو سره مبارکي وویله.
همداشان د اروپا د ځغاستې د اتلولۍ د سیالیو په چوکاټ کې د ترکیې بل منډه وهوونکي پولاټ کیمبوي ارکان د ۱۰ زره متره واټن په سیالۍ کې د سروزرو مډال ترلاسه کړ. نوموړی ټاکلی هدف په ۲۸ دقیقو، ۱۸ ثانیو او ۵۲ ثالثو کې پوره کړ.
پدې برخه کې هم د اسپانیا د هیواد لوبغاړي دریم مقام خپل کړ.
پدې سیالیو کې د ترکیې بل منډه وهوونکي رامیل ګولویف د ۲۰۰ متره په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه. پدې سیالۍ کې لومړی مقام د هالنډ د هیواد لوبغاړي ترلاسه کړ.
د هیواد بل منډه وهوونکې اراس کایا هم د ۳ زره متره په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
ترکي لوبغاړو پدې سیالیو کې ۳ د سروزور، ۴ د سپینو زرو او ۱ هم د زیړو مډال ترلاسه کړ.
همداشان د هیواد د سپورت او ځوانانو وزیر عاکف چغتای نوموړو لوبغاړو ته مبارکي وویله او د هغوې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله يي څرګنده کړه.