فرانسې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

فرانسې جرمني ته د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله

525369
فرانسې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

د اروپا د فوټبال د اتلولیو « ایرو ۲۰۱۶ » د سیالیو په چوکاټ کې  فرانسې  جرمني ته د ماتې په ورکولو سره  پایلوبې ته  لار پیدا کړه.

د ایرو ۲۰۱۶ کال  د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  فرانسې ملي لوبډلې تیره شپه  د پایلوبې په خاطر  د جرمني د هیواد ملي لوبډلې سره  سیالي وکړي.

د فرانسې  ملي لوبډلې  جرمني ته  ۲ د صفر پر وړاندې  د ماتې په ورکولو سره  پایلوبې ته  لار وموندله.

د ویلو ده چې  د فرانسې ملي لوبډلې  چې په ۱۹۸۴  او ۲۰۰۰م کال کې  د اروپا اتلولي  ګټلې وه  د دریم  ځل لپاره يي  پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د فرانسې  ملي لوبډلې به  په پایلوبه  کې د پرتګال د ملي لوبډلې سره  سیالي وکړي.

د فرانسې او پرتګال ملي لوبډلې به  د جولای د میاشتې په لسمه نیټه د راتلونکې  یکشنبې ورځې  د شپې په ۱۰ بجو  د اتلولۍ  په خاطر  سره سیالي وکړي.



اړوند خبرونه