د يورو ۲۰۱۶د كواټر فاينل هيجان نن شپه پيليږي.
د يورو ۲۰۱۶ د سياليو په اوږدو كې نن شپه د پولنډ او پرتګال هېوادونه د كواټر فاينل په لومړۍ سيالۍ كې سره مخامخ كيږي.
د يورو ۲۰۱۶ د سياليو په اوږدو كې نن شپه د پولنډ او پرتګال هېوادونه د كواټر فاينل په لومړۍ سيالۍ كې سره مخامخ كيږي.
د اروپا د فوټبال د سياليو يا يورو ۲۰۱۶ په چوكاټ كې چې په فرانسه كې روانې دي نن شپه د كواټر فاينل لومړۍ سيالي كيږي. دا سيالي به ددې هېواد مارسيلا په ښار كې د پرتګال او پولنډ هېوادونو ترمېنځ ترسره شي.
د پولنډ د هېواد لوبډله ددې سياليو تر ټولو ځلېدونكې ډله دى. دې لوبډلې د ګروپ په سياليو كې د ماتې خوړولو پرته پاى ته ورسوله. په وروستۍ سيالۍ كې يې د سويډن هېواد ته په ماتې وركولو سره كواټر فاينل ته لار و موندله.
د بله پلوه د پرتګال لوبډلې هم د ګروپ په سيالو كې ۳ سيالۍ په مساوي توګه پاى ته ورسولې. په وروستۍ سيالۍ كې يې د كروشيا لوبډلې ته په ماتې وركولو سره كواټر فاينل ته لار وموندله.
د فوټبال يو شمېر پوهان وايي چې د نن شپې په سياليو كې به پرتګال مخكښ وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.