ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او وسره مل پلاوي د مرګ خبر اعلان کړ
ایران د چورلکې د سقوط په پیښه کې په رسمي توګه د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي د مرګ خبر اعلان کړ.
ایران د چورلکې د سقوط په پیښه کې په رسمي توګه د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي د مرګ خبر اعلان کړ.
د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې د چورلکې په هغه پیښه کې چې پرون يي په ختیځ اذربایجان کې سقوط وکړ ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او د تبریز د جمعې امام ایت الله علي هاشم چې له ابراهیم رئیسي سره په چورلکه کې سپاره وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د يادونې وړ ده چې پدې پیښه کې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو دوه لوړ پوړي پوځي چارواکي او د الوتکې ۳ تنه عملې هم پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي لا درکه شوې چورلکه د تورکیې د اقنجي په نامه د بې پیلوټه الوتکې لخوا وموندل شوه او وروسته يي کوردینات د ایراني مقاماتو سره شریک شول.
د یادولو وړ ده چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو چورلکه پرون د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف په ګډون د دواړو هیوادونو په پوله د بند د پرانیستې له مراسمو څخه د راستنیدو پر مهال د هوا د خرابوالي له امله سقوط شوط وه.
۶۳ کلن ابراهیم رئیسي د ۲۰۲۱ کال ټاکنو په لومړي پړاو کې د کافي رایو په ترلاسه کولو سره د ایران اتم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
حسین امیر عبداللهیان له هماغه کال راهیسې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیل کړې وه.