په پاکستان کې په یو کور د بې پیلوټه الوتکې لخوا د توغندي برید شوی
په پاکستان کې په یو کور د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله د ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې په یو کور د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله د ماشومانو په ګډون څلور تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي دا برید د جنوبي وزیرستان په سیمه کې په یو کور شوی دی.
د پاکستان د جنوبي وزیرستان د پولیسو افسر هدایت الله ویلي دي چې په جنوبي وزیرستان کې په یو کور د نامعلومې بې پیلوټه الوتکې لخوا برید شوی دی.
هدایت الله د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ناپيژاندو کسانو له لوري د بې پيلوټه الوتکې له لوري توغندى توغول شوى. هغه ویلي دي چې د لومړنيو پايلو له مخې پدې برید کې د ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پولیس افسر ویلي دي چې ، چې د پیښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د سیمې اوسیدونکو د دغه برید په غبرګون کې د وژل شویو کسانو جسدونه یوه پوځي هډې مخې ته وړي دي.
حکومتي چارواکو تر اوسه د دغه برید د عاملینو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې د جنوبي وزیرستان سیمه د افغانستان سره په پوله کې پرته سیمه ده.
دا لا معلومه نده چې دا برید د پوځ لخوا شوی او که د بل چا لخوا.