په ایران کې یو ښاروال په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
د ایران د فارس ولایت اړوند د شیراز ښار د پنځمې ناحیې ښاروال رضا مسعودي په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
2138656
په ایران کې یو ښاروال په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
د ایران د فارس ولایت اړوند د شیراز ښار د پنځمې ناحیې ښاروال رضا مسعودي په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، د مسعودي د مړینې خبر د شیراز ښار د شورا لخوا اعلان شو.
په سیمه ییزو رسنیو کې ویل شوي، چې مسعودي پرون په ځايي وخت د ماسپخین په شاوخوا دوه بجې د شیراز ښار د شهید آغای په کوڅه کې په خپل کور کې مړ وموندل شو.
د ښاروال د وژل کیدو د څرنګوالي په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي شریک شوي.
د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي او په اړه يي تحقیقات دوام لري.