ایران د امریکا او انګلستان پر ۱۵ تنو او لسو سازمانونو بندیزونه ولګول

ایران د امریکا او انګلستان د لوړ پوړو شخصیتونو په ګډون په ۱۵ اشخاصو او ۱۰ سازمانونو د بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.

2134632
ایران د امریکا او انګلستان پر ۱۵ تنو او لسو سازمانونو بندیزونه ولګول

 ایران د امریکا او انګلستان د لوړ پوړو شخصیتونو په ګډون په ۱۵ اشخاصو او ۱۰ سازمانونو د بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپرو شوو  دوو جلا جلا بیانونو کې ویل شوي چې د بندیزونو په لیست کې شامل اشخاص او سازمانونه "په غزه کې د اسرائیلو د تروریستي اعمالو په ملاتړ کولو سره د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکیل دي.

په دې لړ کې د انګلستان  د دفاع وزیر ګرانټ شاپس په ګډون ۸ تنو لوړ پوړو انګلیس چارواکو،   په  جنوبي قبرس کې د انګلستان اړوند د اکروتیري هوايي هډې، د انګلستان د سمندري ځواکونو اړوند د  HMS Diamond جنګي بيړۍ، Elbit Systems، Rafael Advanced Defence Systems او میګیټ دفاعي شرکتونو باندې بندیزونه لګول شوي دي.

همدارنګه پر پنځو امریکايي کمپنیو بندیزونه لګول شوي چې په هغو کې لاکهید مارتین هم شامل دي چې اسرائیلو ته يي وسلې ورکړي دي. د امریکا د انرژۍ شرکت شیورون په ختیځ مدیترانې کې د طبیعي ګازو په استخراج کې له اسرائیلو سره د همکارۍ له امله د بندیزونو په لست کې نیول شوی دی.

د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان براین فینټن، د منځني ختیځ لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی جیسن ګرینبلاټ، د ډیموکراسۍ د دفاع د بنسټ مشر کلیفورډ می او د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) پخوانی چارواکی مایکل روبین په ګډون ټول ۷ امریکایان د بندیز په لست کې شامل دي.

په بیان کې ویل شوي، "د بندیزونو د پلي کولو لپاره به په ایران کې د ټولو اړوندو چارواکو لخوا اړین ګامونه پورته شي."



اړوند خبرونه