اسرائیلو د دوه ایراني جنرالانو په ګډون ۷ تنه ایراني وګړي ووژل

د اسرائیلو لخوا په سوریه کې د ایران په سفارت هوایي برید شوی دی

2123521
اسرائیلو د دوه ایراني جنرالانو په ګډون ۷ تنه ایراني وګړي ووژل

د اسرائیلو لخوا په سوریه کې د ایران په سفارت هوایي برید شوی دی.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اعلان وکړ چې په دمشق کې د اسرائیلو  لخوا د ایران پر سفارت په برید کې د دوو جنرالانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

 

د سپاه پاسداران ځواکونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه په خپور کري بیان کې ویلي دي چې اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران د سفارت په ودانۍ د توغندیو برید کړی، چې له امله یې دوه جنرالان او ۵ مامورین وژل شوي دي.

 

په دمشق کې د ایران سفیر حسین اکبري اعلان وکړ چې اسرائیلو په دمشق کې د ایران د سفارت په انګړ کې د قونسلګرۍ پر ودانۍ په شپږو توغندیو د F-35 جنګي الوتکو په وسیله برید کړی دی.

 

اکبري وویل چې ایران به د اسرائیلو برید ته "چټک، مستقیم او قوي" ځواب ورکړي.

 

اسرائیل چې په وروستیو میاشتو کې یې څو څو ځله په سوریه کې د ایراني اهدافو پر ضد هوايي بریدونه کړي دي، تر اوسه د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د اسرائیلو پوځ راډیو ویلي، چې په برید کې وژل شوي ټول ایراني پوځيان دي او ایراني ډیپلوماټانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

 

د بله پلوه د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المکداد په دمشق کې د ایران د سفارت ودانۍ ته چې برید پرې شوی وو لیدنه وکړه او خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره يي په ټیلیفون خبرې وکړې.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر دلته مطبوعاتو ته په وینا کې وویل: "موږ دا تروریستي برید په کلکه غندو چې د بې ګناه خلکو د وژنې لامل شو، سوریه به د ایران تر څنګ ولاړه وي، د اسرائیلو دا برید په اصل کې د غزې په جګړه د فلسطین  په وړاندې د ناکامۍ نښه ده. 



اړوند خبرونه