پاکستان ایران ته خبرداری ورکړ.

پاکستان د ایران لخوا ددې هیواد په خاوره د بالستیک توغندیو د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

2089596
پاکستان ایران ته خبرداری ورکړ.

پاکستان د ایران لخوا ددې هیواد په خاوره د بالستیک توغندیو د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

پاکستان اعلان وکړ چې د ګاونډي هیواد ایران لخوا ترسره شوي بریدونه د دوی له فضايي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده  او پدې بریدونو کې دوو تنو بې ګناه ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ شوی دی ، چې د پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دا ډول سرغړونه په هیڅډول  د منلو وړ نه ده او ښايي جدي عواقب ولري.

په خبرپاڼه کې د ايران له خوا د پاکستان له هوايي حريم څخه  پرته د کوم دلیل نه  سرغړونه په کلکه غندل شوې او ويل شوي چې په دغه بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپيانې دي.

په بیان کې ټینګار شوی چې که څه هم د پاکستان او ایران تر منځ بېلابېل ارتباطي چینلونه شته، خو د دې غیرقانوني اقدام تر سره کېدل لا د اندېښنې وړ دي.

"د پاکستان سخت احتجاج په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اړوند لوړ پوړي چارواکي ته رسول شوی." په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی او ورته ویل شوي چې د دې وضعیت د پایلو مسؤولیت به مستقیما د ایران پر غاړه وي.

په بیان کې راغلي چې پاکستان تل ټینګار کړی چې ترهګري د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او په دې اړه همغږي اقدام اړین دی.

"دا ډول یو اړخیزه کړنې د ښو ګاونډیو اړیکو سره سمون نه لري او کولی شي دوه اړخیز باور او اعتماد په جدي توګه زیانمن کړي."

د ویلو ده چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په پاکستان کې د جیش العدل په مرکزونو بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه