د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو پر مرکز وسله وال برید شوی دی.
په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر پولیسو پرله پسې خونړي بریدونه
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د پولیسو پر مرکز وسله وال برید شوی دی.
د کوهاټ پولیسو ویلي دي چې تیره شپه ترهګرو د کوهاټ د انډس حلقوي سړک د لاچي توړ پلازه ترڅنګ د پولیسو په مرکز وسله وال وال برید وکړ چې په نتیجه کې ۳ تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې نه سمدلاسه وروسته نور پولیسو او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او سیمه يي کلا بند کړه. په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.
ویل کیږي برید کوونکي د برید نه وروسته تښتیدلي دي او په نږدې سیمو کې پټ دي چې د عملیاتو په نتیجه کې به ونیول شي.
د ویلو ده چې پرون د جنوري نهمه د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په ښار کې هم پر پولیسو برید شوی وو چې په نتیجه کې دوه تنه پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
همداشان د جنوري په تمه نیټه یعنې د تیرې دوشنبې په ورځ هم د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په ښار کې د پولیسو پر موټر بمي برید شوی وو چې له امله يي ۷ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي وو.
پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي ځواکونو بریدونو کچه لوړه شوې ده .