ایران او روسیې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکايي ډالر پر ځای د ملي کرنسۍ په کارولو موافقه وکړه.
ایران او روسیې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکايي ډالر پر ځای د خپل ملي پیسو په کارولو موافقه وکړه.
ایران او روسیې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکايي ډالر پر ځای د خپل ملي پیسو په کارولو موافقه وکړه.
د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې، د ايران د مرکزي بانک د خبر له مخې، له متقابلې سوداګرۍ څخه د ډالرو د لرې کولو موافقه د دواړو هېوادونو د مرکزي بانکونو د رئيسانو ترمنځ په روسيه کې ترسره شوه.
ویل شوي چې د امریکا د بندیزونو لاندې ایراني او روسي بانکونه اوس کولی شي د SWIFT پرته د نورو بانکي سیسټمونو څخه کار واخلي ترڅو په خپلو ملي اسعارو کې راکړې ورکړې ترسره کړي.
ایران او روسیې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې اعلان کړی و چې دوی پلان لري په دوه اړخیزو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د امریکایي ډالرو پر ځای خپل ملي اسعار وکاروي.
د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ۲۰۲۲ کال د جولای په ۱۹ مه په تهران کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو په نړۍوال تجارت کې باید د ډالرو پر ځای ملي کرنسۍ نه کار واخیستل شي. ډالر باید پړاو په پړاو د نړۍوال تجارت نه لرې کړو.
له بلې خوا پوتین وویل چې امریکا هڅه کوي ډالر د فشار د وسیلې په توګه وکاروي او ویې ویل چې ایران او روسیه په سوداګریزو اړیکو کې د خپلو ملي اسعارو د کارولو لارې چارې طرحه کوي.ایران د ډسمبر په ۲۵ مه نېټه د روسیې په مشرۍ جوړې شوې د یورواسیا له اقتصادي ټولنې سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ.