پاکستان د عراق په شمال کې د تورکیې د ۱۲ تنو سرتیرو د شهادت له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړ

پاکستان د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانو عملیاتو کې د تورکیې د ۱۲ تنو سرتیرو د شهادت له امله تورکیې ته د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

2080364

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ډیرې ژورې خواشینۍ سره مو د دسمبر په ۲۲ او ۲۳ مو نیټو د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو کې د دوست او ورور هیواد تورکیې د ۱۲ تنو سرتیرو د شهادت خبر ترلاسه کړ.  

"پاکستان پدې غم کې د ورور هیواد تورکیې سره ځان شریک بولي. پاکستان دا ترهګریز برید  په کلکه غندي. د نوموړې پیښې شهیدانو کورنیو او تورک ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوو. "

اړوند خبرونه