پاکستان : پاکستاني طالبانو پر خلاف باید ټوله نړۍ په ګډه اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، اسلام اباد په غزه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

2079756
پاکستان : پاکستاني طالبانو پر خلاف باید ټوله نړۍ په ګډه اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، اسلام اباد په غزه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

بلوچ چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت په ودانۍ کې اونيزې خبري غونډې ته وينا کوله، د اسراييلي چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د خپلواک فلسطيني دولت يي رد کړی دی ، وویل  دا ډول څرګندونې د اسرائيلو اصلي نيت څرګندوي. د اشغالګرو چارواکو، د نړیوالو قوانینو او ژمنو په اړه د دوی بې غوري، او د فلسطین د مسئلې د عادلانه حل په اړه د دوی مخالفت څرګندوي."

بلوچ وویل چې پاکستان په غزه کې د اسرائیلو د روانو تیریو په اړه ژوره اندیښنه لري او ویلي یې دي چې دوی به د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسرائیلو د روانو ظلمونو او وحشت د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې د دې په ټینګار سره چې پاکستان د پاکستاني طالبانو (TTP) لخوا چې د ترهګرو سازمانونو په لیست کې  شامل دی د عصري پرمختللو وسلو د درلودلو او کارولو په اړه ژوره اندیښنه لري، "(TTP) لخوا  مخامخو ګواښونو له امله  نړیواله ټولنه باید عمل وکړي. په ګډه د دغه ګواښ په  له منځه وړو کې باید اقدام وکړي."

بلوچ ټینګار وکړ چې دوی تمه لري چې افغان چارواکي به د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د ټي ټي پي په وړاندې اغیزمن ګامونه پورته کړي.

همداشان هغې د دې په څرګندولو سره چې اسلام آباد د هند د استخباراتي ادارو په اړه اندیښمن دی "د ترهګرو عناصرو او په پاکستان کې د ترهګرو فعالیتونو ملاتړ او تمویل کوي" هغې یادونه وکړه چې دوی به ډیر ژر د خلکو سره د یو لړ کره شواهدو قضیې شریکې کړي چې پکې "د نوي ډیلي د ادارې لخوا د ترهګرو عناصرو ملاتړ او تمویل شامل دی. "


پيوندونه: #پاکستان

اړوند خبرونه