په خیبرپښتونخوا کې یو ځل بیا پر امنیتي ځواکونو برید شوی

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ایالت د ټانک په ولسوالۍ کې  د پوليسو په مرکز بمي او وسله وال برید شوی دی .

2076923
په خیبرپښتونخوا کې یو ځل بیا پر امنیتي ځواکونو برید شوی

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ایالت د ټانک په ولسوالۍ کې  د پوليسو په مرکز بمي او وسله وال برید شوی دی .

 د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۲ تنه پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټانک ولسوالۍ د پولیسو مشر افتخارشاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن ترهګرو د ټانک د پولیسو د مرکز په مخکې د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول . وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي. هغه ویلي دي چې په چاودنه او نښته کې ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان یو تن ترهګر هم وژل شوی دی.

سږ کال په هیواد کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

پداسې حال کې چې اسلام اباد استدلال کوي چې بریدونه په افغانستان کې میشته پاکستاني طالبانو (TTP) لخوا پلان شوي او لارښود شوي و ، افغانستان دا تورونه ردوي.

د دسمبر په ۱۲مه د خیبر پښتونخوا ایالت  په دیره اسماعیل خان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته د بمونو نه ډک موټر سره په ځانمرګي برید کې ۲۳ عسکر وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي وو. همداشان پدې برید کې ۶ تنه وسله وال له منځه وړل شوي وو. په هغو نښتو کې چې د همدې سيمې په بيلابيلو سيمو کې ونښتې دوه تنه پوځيان شهيدان او ٢١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

د برید پړه د تحریک جهاد پاکستان (TJP) په نوم تنظیم چې له پاکستاني طالبانو (TTP) سره تړاو لري، منلې وه.



اړوند خبرونه