د ایران د سیستان بلوچستان په ایالت کې د پولیسو په یو مرکز ډله ایز برید شوی دی.
په ایران کې د پولیسو په مرکز ډله ایز برید شوی
2076806
د ایران د سیستان بلوچستان په ایالت کې د پولیسو په یو مرکز ډله ایز برید شوی دی.
د سیستان بلوچستان ایالت مسؤلینو ویلي دي چې ترهګرو تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې د راسک په ښار کې د پولیسو په یو مرکز برید کړی چې په نتیجه کې ګڼشمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ایراني رسنیو په وینا پدې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سیستان بلوچستان ایالت مسؤلینو ویلي دي چې ګڼشمیر ترهګر وژل شوي دي.
په ښار کې امنیتي وضعیت نورمال حالت ته راګرځیدلی دی او هر څه تر کنټرول لاندې دي.
د ویلو ده چې د برید مسؤلیت د جیش الظلم ډلې په غاړه اخیستی دی.