د ایران د دفاع وزیر امریکا ته په سور سمندر کې د ائتلاف جوړولو په اړه خبرداری ورکړ

ایران : د سور سمندر د سیمې واکمنان مونږ یو او هیچا ته به پدې سیمه کې د واکمنۍ کولو اجازه ورنکړو

2076640
د ایران د دفاع وزیر امریکا ته په سور سمندر کې د ائتلاف جوړولو په اړه خبرداری ورکړ

د ایران د دفاع وزیر جنرال محمد رضا اشتیاني ویلي، که امریکا په  سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو د فعالیتونو پر خلاف نړیوال ایتلاف جوړ کړي، نو له "غیر معمولي ستونزو" سره به مخامخ شي.

اشتیاني د ایران د ایسنا خبري اژانس  سره په خبرو کې د امریکا د هغه پلان په اړه چې په سور سمندرګي کې د یوه نړیوال ایتلاف د جوړولو په لټه کې دی ارزونې وکړې.

آشتیاني وویل چې سیمه نور نیابتي جګړې زغملی نشي.

امریکا  به له غیر معمولي ستونزو سره مخ شي که دوی وغواړي دا ډول حماقت وکړي."

ایراني وزیر خبرداری ورکړ چې په دې سیمه کې ټول هیوادونه شتون لري، خو دا سیمه زموږ سیمه ده. ددې سیمې حاکمان او واکمنان مونږ یو  او هیچا ته به پدې سیمه کې د مانور او مداخلې اجازه ورنکړو"

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې واشنګټن په سور سمندر کې د سمندري کاري ځواک د جوړولو په اړه له خپلو متحدینو سره په خبرو بوخت دی.



اړوند خبرونه