د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیرې اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو په مرکز وسله وال برید شوی دی.

په دیرې اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید شوی

2075408
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیرې اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو په مرکز وسله وال برید شوی دی.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په دیرې اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو په مرکز وسله وال برید شوی دی.

د دیرې اسماعیل خان د پولیسو په وینا د درابن د پولیسو پر مرکز ترهګری برید شوی چې په نتیجه کې ۱۱ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمه ایزو مقاماتو په وینا ترهګرو لومړی د پولیسو د مرکز په دروازه کې د موټر پر مټ چاودنه وکړه او وروسته  د پولیسو پر مرکز وسله وال برید وکړ.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته د پولیسو او امنیتي ځواکونو د درابن پولیسو د مرکز پر لورې حرکت وکړ.

همداشان د برید نه وروسته د درابن په سیمه کې ښوونځي او کالجونه رخصت کړی شول. ویل کیږي په درابن کې په ښوونځیو او کالجونو کې امتحانونه هم ځنډول شوي دي.

پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان لخوا شوی وي.

تحریک طالبان پاکستان د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د حکومت سره اوربند پایته ورسو او یو ځل بیا يي خپلو ترهګرو بریدونو ته زور ورته کړی دی.

په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ګنشمیر بریدونو شاهدي کوي.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې په بلوچستان کې د خضدار په سیمه کې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې د ځواکونو د یو افسر پر موټر بمي برید وشو. په برید کې د پولیسو افسر ژوند  د لاسه ورکړ. همداشان پنځه ورځې مخکې د بلوچستان د صحبت پور په سیمه کې هم پر پولیسو چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ۲ تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي وو.


پيوندونه: #برید , #پولیس , #پاکستان

اړوند خبرونه