په پاکستان کې په یو بس وسله وال برید شوی چې په لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د ګلګت بلتستان په ایالت کې په یو مساپروړونکي بس د وسله وال برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د ګلګت بلتستان په ایالت کې په یو مساپروړونکي بس د وسله وال برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې د پولیسو یو تن مشر عارف احمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ګلګت بلتستان په د مساپرو په یو بس موټر د نامعلومو کسانو لخوا برید شوی چې په نتیجه کې ۹ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا پيښه تیره شپه څه باندې ۶ نیم بجو پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه وویل چې د بس د تیریدو پر مهال وویل چې د وسله والو لخوا په برید وشو. همداشان د برید له امله بس د مقابل لورې نه راروانې یوې لارۍ سره ټکر وکړ.
د هغه په وینا پدې برید کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې د ۵ تنو هویت تثبیت شوی او د ۴ تنو نورو د هویت د تثبیت په اړه چارې دوام لري.
عارف احمد ویلي دي چې برید برید کې دوه تنه پوځیان هم وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.