د ایران د انرژۍ وزیر په مشرۍ هیئت په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون د سرمشریزې پریښوده او بهر شول

ایراني هیئت د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې جوړ شوی د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د سرمشریزې د پریښودو پریکړه وکړه.

2071518

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی وو  ، پدې سرمشریزه کې د اسرائیل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د ګډون له امله د سرمشریزې د پریښودو پریکړه وکړه.

علي اکبر محرابیان د ایراني هئیت سره یو ځای په سرمشریزه کې د اسرائیل د ولسمشر د ګډون په غبرګون کې د مشریزې نه بهر شو.

اکبر محرابیان وویل چې دوی پریکړه وکړه چې سرمشریزه پریږدي ځکه چې د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ هم دې سرمشریزې ته رابلل شوی وو.

اکبر محرابیان وویل: د ایران په توګه، موږ باور لرو چې په سرمشریزه کې د صهیونیسټي اسرائیلي رژیم شتون د اقلیم د بدلون د مسئلې په اړه د دغې غونډې له هدفونو سره په ټکر کې دی. "او د دې په غبرګون کې، موږ پریکړه وکړه چې سرمشریزه پریږدو."

اړوند خبرونه