په خیبرپښتونخوا کې پر پوځیانو په برید کې ۴ تنه پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په تیرا سیمه کې پر امنیتي‌ ځواکونو د برید په نتیجه کې د یو تن افسر په ګډون ۴ تنه پوځيانو ژوند د لاسه ورکړ.

2061243

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي‌ دي‌ چې امنیتي‌ ځواکونو د خیبرپښتونخوا د تیرا په سیمه کې د ترلاسه کړي‌ راپور له مخې د ترهګرو پر خلاف پر عملیاتو بوخت ول چې د ترهګرو د برید سره مخامخ شول.

د برید نه وروسته نښته پيل شوه چې په نتیجه کې د جګپوړي‌ افسر محمد حسن حیدر په مشرۍ ۴ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ او درې تنه نور ټپیان شول.

همداشان ددې پيښې نه وروسته سیمه د امنیتي‌ ځواکونو لخوا محاصره شوې او د برید کوونکو ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي‌ ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.

اړوند خبرونه