حسین امیر عبداللهیان ویلي، امریکا دوی ته پیغام استولی چې په غزه کې اوربند غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، امریکا دوی ته پیغام استولی چې په غزه کې اوربند غواړي.

2061284
حسین امیر عبداللهیان ویلي، امریکا دوی ته پیغام استولی چې په غزه کې اوربند غواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، امریکا دوی ته پیغام استولی چې په غزه کې اوربند غواړي.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې عبداللهیان په پلازمېنه تهران کې رسنیو ته په یوه بیان کې ویلي:

"امریکایانو په تیرو دریو ورځو کې موږ ته یو پیغام رالیږلی چې ویلي یې دي، دوی اوربند غواړي او په دې برخه کې اقدامات کوي، خو په حقیقت کې دوی یوازې په غزه کې د ډله ییزې وژنې او نسل وژنې ملاتړ کوي."

د ایران وزیر وویل ،موږ هیله لرو چې امریکا به ژر تر ژره خپله تګلاره بدله کړي او د اشغالګر لوري (اسرائیل) ملاتړ پایته ورسوي."

په داسې حال کې چې د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام لوا د اکتوبر په اوومه سهار د فلسطینیانو او د هغوی د سپېڅلو ارزښتونو په ځانګړې توګه د مسجد الاقصی په وړاندې د اسرائیلو پرله پسې سرغړونو ته د ځواب ویلو په موخه پراخ برید پیل کړ. "اقصی سیلاب " په نوم  د بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو پوځ هم د غزې په تړانګه درانه هوايي بریدونه او بمباري یې پیل کړه.

اسرائیل اعلان کړی، چې له غزې څخه په ترسره شویو بریدونو کې د ۳۱۵ پوځیانو په ګډون تر ۱۴۰۰ ډېر اسراییلیان وژل شوی او ۵۱۳۲ کسان ټپیان شوی دی.

د اسرائیلو په وینا، د اکتوبر له ۳۱ راهیسې د غزې په تړانګه کې په نښتو کې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی. اسرائیل ویلي‌ دي‌ چې د القسام ځواکونو  ۲۴۲ اسرائیليان بندیان کړي‌ دي.



اړوند خبرونه