ایران اسرائیلو ته له ګواښ ډک پیغام ورکړ.

ایران : اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کوي

2054254
ایران اسرائیلو ته له ګواښ ډک پیغام ورکړ.

ایران اسرائیلو ته له ګواښ ډک پیغام ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر غزې د اسرائیلو بریدونه نسل وژنه وبلله او ویې ویل «زه په ښکاره توګه اعلان کوم چې نن ورځ سیمه د  باروتو په کڅوړه بدله شوې ده. هغه وویل، «غلط ګامونه، لکه د نسل وژنې دوام او د غزې د خلکو اجباري مهاجرت به د سیمې او هغو کسانو لپاره چې د جګړې په لټه کې دي، دردونکې پایلې ولري.» عبداللهیان دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو د بریدونو د دوام په صورت کې به د سیمې وضعیت له کنټروله ووځي، وویل، زه اسرائیلو او امریکا ته خبرداری ورکوم چې که دوی نسل وژنې او جنګي جنایتونو ته دوام ورکړي، په سیمه کې هر وخت هر څه رامنځ ته کېدای شي. له کنټروله وتلی شي."

هغه وویل "اسرائیل به د فلسطینیانو په واسطه تباه شي"

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان برید جنرال عبدالرحیم موسوي په تهران کې په یوه پروګرام کې په خپله وینا کې وویل، د الاقصی سیلاب عملیات د حماس له خوا تنظیم شوي، د ایران له خوا نه دي پلان شوي او ویې ویل: که دا زموږ کار وای، نو دا به د ایران-عراق د جګړې  د وروستي ورژن په  توګه ترسره شوي وي." اسرائيلو له فلسطينيانو څخه په مستقيم ډول سخت ګوزارونه اخیستي   او دا بریدونه زغملی نشي. هغه وویل: «اسرائیل به د فلسطینیانو په واسطه له منځه یوسي.


پيوندونه: #برید , #اسرائیل , #ایران

اړوند خبرونه