د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د ایران سفارت له ۷ کلونو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.
ایران په سعودي عربستان کې خپل سفارت د ۷ کلونو ځنډ نه وروسته پرانیسته
د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د ایران سفارت له ۷ کلونو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا بیګدلي په ریاض کې د ایران د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دویمه په سعودي عربستان کې د شیعه عالم نمر النمر په ګډون ۴۷ کسان د «ترهګرۍ» په تور اعدام شول.
د ایراني چارواکو له څرګندونو وروسته چې د اعدامونو په اړه یې غبرګون وښود، په تهران کې د سعودي عربستان سفارت او په مشهد ښار کې د قونسلګرۍ ودانۍ د مظاهره کوونکو له خوا وسوځول شوې .
له دغو بریدونو وروسته د سعودي عربستان حکومت د جنورۍ په دریمه اعلان وکړ چې له ایران سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې دي.
ریاض او تهران له ۷ کلن ځنډ وروسته د مارچ په لسمه نېټه په بیجینګ کې د چینايي چارواکو په منځګړتوب د دوو میاشتو په دننه کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو موافقه وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان هم د اپريل په شپږمه نېټه په بېجينګ کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سفارتونو پر پرانيستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د بيا پيلولو او د ويزو د اسانتيا په اړه يې موافقه وکړه.
ایران د مې په ۲۳مه اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي رضا عنایتي په ریاض کې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.