په ایران کې زلزلې په لسګونو تنه ټپیان کړل
د ایران د لویدیځ اذربایجان ولایت په خوی ښار کې د زلزلې له امله ۸۲ تنه ټپیان شوي دي.
1964591
د ایران د لویدیځ اذربایجان ولایت په خوی ښار کې د زلزلې له امله ۸۲ تنه ټپیان شوي دي.
د لويديځ آذربايجان د ولایت د بحرانونو د مديريت عمومي مدير امير عباس جعفري رسنيو ته په يوه بيان کې ويلي، چې د خوي ښار په مرکز کې د ريښتر په کچه د ۵،۶ درجې زلزلې له امله د خوي او سلماس ښارونو ګڼې ودانۍ زيانمنې شوې دي.
جعفري، "زلزلې د خوی او سلماس په ښارونو کې ۸۲ تنه ټپیان کړي.".
دغه زلزله چې نن سهار وشوه د تورکیې په حقاري او وان ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
خوی ښار چې د تروکیې پولې ته څېرمه پروت دی، د جنورۍ په ۲۸مه د ۵،۸ درجې زلزلې ولړزاوه. ویل شوي چې په دې زلزله کې ۳ تنه مړه او ۱۱۶۷ تنه ټپیان شوي وو.