پاکستان پر هند د دواړو هیوادونو ترمنځه د موجودو ستونزو د حل په خاطر د مذاکراتو غږ وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نه  د جمو او کشمیر په ګډون د ټولو مسلو د هواري لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جدي او صادقانه خبرو اترو غوښتنه وکړه.

1933723

لومړي وزیر شهباز شریف له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې متحده عربي امارات کولای شي د هند او پاکستان ترمنځه په مذاکراتو کې مهم رول ولوبوي.

شریف د هند پر لومړي وزیر مودي غږ وکړ چې د جمو او کشمیر په ګډون د ټولو مسلو د هواري لپاره د خپلو هېوادونو ترمنځ په جدي او صادقانه توګه خبرې اترې وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره  وویل چې "په جمو او  کشمیر کې  په ډیره ناوړه توګه د بشري حقونو سرغړونې کیږي او په هیواد کې اقلیتونه هم ځورول کیږي" شریف ټینګار وکړ چې هند باید دا ځورونې او سرغړونې  ودروي ترڅو نړۍ ته وښيي چې دوی خبرو ته چمتو دي.

شریف وویل، هند او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید په ګډه ژوند وکړي.

"دا زمونږ پورې اړه لري چې په سوله کې ژوند وکړو او پرمختګ وکړو یا یو له بل سره شخړه وکړو او وخت او سرچینې ضایع کړو."

شهباز شريف يادونه وکړه، چې هند او پاکستان په تېرو وختونو کې درې ځلې جګړې کړې، چې له امله يې په خلکو کې غربت او بېکارۍ زياته شوې ده. "مونږ خپل درس اخیستی او غواړو چې تر خپلې ستونزې حل کړو او په سوله کې ژوند وکړو."

د پاکستان لومړي وزیر ددې خبرې  په  ټینګار سره  وویل چې دوی غواړي غربت او بیوزلي کمه کړي، سوکالي ترلاسه کړي، تعلیم، روغتیا ادارې او خلکو ته د کار فرصتونه برابر کړي.

"مونږ نه غواړو خپلې سرچینې په بمونو او مهماتو ضایع کړو. دا لومړي وزیر مودي ته زما پیغام دی."

اړوند خبرونه