د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان: په مظاهرو کې ۳۰۰ تنه وژل شوي
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده اعلان وکړ چې د ۲۲ کلنې مهسا ایمني له وژل کېدو وروسته په پيل شوو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر ۳۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده اعلان وکړ چې د ۲۲ کلنې مهسا ایمني له وژل کېدو وروسته په پيل شوو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر ۳۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې حاجي زاده د پلازمېنې تهران د شهید رجايي په پوهنتون کې د هغو مظاهرو په اړه خبرې وکړې چې له شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې په هېواد کې روانې دي.
حاجي زاده وویل چې مظاهرې د رژیم د مخالفینو له خوا تنظیم شوې وې، خو هر هغه څوک چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې باید ملامت نه شي.
"هغه کسان چې د پاڅونونو له لارې دوکه شوي، د انقلاب ضد نه دي، دوی زمونږ اولاد او خلکو برخه ده."
حاجي زاده د دې په څرګندولو سره چې په هېواد کې ځوانان "دښمن نه پېژني"، وويل چې په دې موضوع بايد په پوهنتونونو کې ليکچرونه ورکړل شي.
د ایران قوماندان په خپلو خبرو کې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه لومړنۍ رسمي څرګندونې وکړې.
"په دې دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا شهیدان شوي دي، ځکه چې موږ دښمن نه شو پېژندلی."
د ویلو ده چې د سپټمبر په ۱۳ مه نيټه په پلازمینه تهران کې د اخلاقو د پولیسو لخوا د ۲۲ کلنې مهسا امیني نیول او په توقیف خونه کې کوما ته د تلو نه وروسته روغتون ته انتقالول او د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه مړینې په ټول هیواد کې د خلکو سخته غصه او قهر وپارو. په ټول هیواد کې پراخه مظاهرې پیل شوې چې اوس هم دوام لري.
که څه هم رسمي سرچینو په دې پېښو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې نه یادونه کوله خو په رسنیو کې یواځې د ۶۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی وو.
په ناروې کې میشت د ایران د بشري حقونو ادارې په خپل راپور کې چې د نوامبر په ۲۲ خپور شو، راپور ورکړ چې په ایران کې د امیني له مړینې وروسته پیل شوي سړکونو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې په پایله کې ۴۱۶ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي.